عبدالله کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره ولیدل

5 قوس 1399 ساعت 14:10

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل.


د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر سره وکتل.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او ویلسن نن چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه په سپېدار ماڼې کې شوې ده.

د ملي روغې جوړې عالی شورا خپره شوې خبرپاڼه وایي، دغه لیدنه کې دواړو لورو په ورستیو سیاسي بدلونونو، په دوحه کې د سولې خبرو اترو، د جنیوا کنفرانس او د سولې په برخه کې د سیمه ییز ملاتړ په راخپلولو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
 
سرچینه زیاتوي، دواړه خواوو په بریالي توګه د جنیوا کنفرانس پایې ته رسېدل او له افغان حکومت او افغانانو د نړیوالې ټولنې د کلک ملاتړ خپلول یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133782

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133782/

جمهور
  https://www.jomhornews.com