واشنګټن پوست نشریې په یوه تازه تحللي کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستل ستره تېروتنه بللې لیکي، چې د سرتېرو ایستل به دغه هېواد کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه نشریه زیاتوي، د طالبانو ستره موخه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، چې تر دې کار وروسته به خپلو جګړو ته ادامه ورکوي.
دغه ورځپاڼې سپارښتنه کړې، چې امریکا باید د خپلو سرتېرو کمول د سولې بهیر کې له پرمختګ سره وتړلي او د رښتینې سولې لپاره باید د سرتېرو په ایستلو کې بېړه ونه شي.
د سرچینې په وینا د سولې خبرو کې باید د تېرو کلونو لاس ته راوڼې وساتل شي او افغانان باید پر خپله خاوره بشپړ کنټرول ولري، څو ترهګر له دغه خاورې استفاده و نه کړي.
واشنګټن پوسټ وايي، د امریکا کانګریس یوه ډله د افغانستان په اړه د یوه راپور پر چمتو کولو کار کوي او ټول دې پایلې ته رسېدلي چې له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به دلته د کورنۍ جګړې سبب شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي، چې تر جنورۍ پورې به له افغانستان څخه ۲ زره سرتېري وباسي او د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر به ۲۵۰۰ ته راټيټ شي.
ګڼ شمېر پخوانیو امریکايي جنرالانو، سیاسیون او ناټو ویلي، چې د سرتېرو ایستل ستره تېروتنه ده او دغه کار امریکا او متحدینو ته یې ستر ګواښ جوړولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل