ولسمشرغني برېښنا شرکت ته!

د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه باید حل شي

6 قوس 1399 ساعت 9:02

ولسمشر محمد اشرف غني برېښنا شرکت ته سپارښتنه کړې، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه باید حل کړي.


ولسمشر محمد اشرف غني برېښنا شرکت ته سپارښتنه کړې، چې له خصوصي سکتور سره په ګډه د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه باید حل کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ولسمشر غني پرون چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه ماښام مهال د برېښنا شرکت له مسوولینو سره غونډه درلوده او د هغوی د فعالیتونو راپور یې واورېده.

ارګ وايي، په غونده کې د برېښنا شرکت مشر داود نورزي د تېر کال په پرتله د سږ کال په عوایدو کې د زیاتوالي، فساد سره د مبارزې، د برېښنا انرژۍ د عرضې او تقاضا، د انرژۍ په برخه کې د پانګونې، د ژمي فصل د پلان، تر کار لاندې پروژو، په چارو کې د شفافیت، په کابل ښار کې د یو شمېر اصلاحي برنامو د تطبیق، د استخدام او لاسته راوړنو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.

د دغه رارپور تر اورېدو وروسته ولسمشر د برېښنا شرکت د ضایعاتو د کمولو په اړه د جامع پلان هرکلی وکړ.

ښاغلي غني هغوی ته و ویل، دا چې تاسې د برېښنا د ضایعاتو کمولو لپاره څومره پاملرنې، پانګونې او اصلاحاتو ته اړتیا لرۍ، په اړه یې خپل وړاندیزونه راسره شریک کړۍ.

ولسمشر په ټیګار سره زیاته کړه«غواړم د دیجیټل جوړولو د بېلابېلو ابعادو په اړه یوې پایلې ته ورسېږو، په دې برخه کې مشخص وړاندیزونه وکړۍ.»

ولسمشر وايي، د افغانستان برېښنا شرکت او اترا اداره باید په ګډه په اساسي توګه د برېښنالېږد مزو او نوري فایبر په اړه یوې پایلې ته ورسېږي.

ښاغلي غني و ویل«موږ باید دیجیټلي حکومتولي او دیجیټلي اقتصاد ولرو.»
 
ولسشمر د خپلو خبرو په پای د افغانستان برېښنا شرکت ته لارښوونه و کړه چې خصوصي سکتور سره دې په ګډه کار وکړي، ترڅو په ژمي کې د کابل ښاریانو او صنعتي پارکونو د برېښنا د کموالي ستونزه په درست ډول تنظیم او حل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133799

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133799/

جمهور
  https://www.jomhornews.com