ولسمشر غني اترا ادارې ته!

4G انټرنېټي خدمتونه باید پایله لرونکي وي، بل هېڅ دلیل د منلو نه دی

6 قوس 1399 ساعت 9:29

ولسمشر محمد اشرف غني د اترا ادارې له چارواکو سرکتنه کې ویلي، د 4G انټرنېټي خدمتونه باید پایله لرونکي او په دې برخه کې هېڅ دلیل د منلو وړ نه دی چې په کارونو کې مو پرمختګ نه درلود.


ولسمشر محمد اشرف غني د اترا ادارې له چارواکو سرکتنه کې ویلي، د 4G انټرنېټي خدمتونه باید پایله لرونکي او په دې برخه کې هېڅ دلیل د منلو وړ نه دی چې په کارونو کې مو پرمختګ نه درلود.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون چهارشنبې د لیندۍ ۵ مه د اترا ادارې له مسوولینو سره لیدلي او زیاته کړې یې ده، چې هره اداره باید له ضرب الاجل سره یوځای منظم کاري او پایله بښونکی قرارداد ولري.

ښاغلي غني د اترا ادرې د ریس عمر منصور انصاري د راپور تر اورېدو وروسته و ویل، چې افغانستان باید د حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو ظرفیت ولري.

نوموړي زیاته کړه، چې د جنیوا کنفرانس وروسته یې لومړیتوب دا دی، چې څه ډول د ادارو کاري پایلې و ارزوي، برنامې پر وخت او چټکې پلې او خدمتونه په سم ډول وړاندې شي.

ولسمشر وایي، د مرکزي احصائیې او اترا ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید په همغږۍ کار وکړي او په منظمه ستراتېژۍ کې باید د خپلو فعالیتونو لوی تصویر وړاندې کړي.
 
د عمر منصور له دې خبرې وروسته چې دوی د انټرنیټي خدمتونو پر څلورم نسل (4G) په شدت کار کوي ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې د انټرنیټي خدمتونو پر څلورم نسل (4G) پایله ولري او په دې برخه کې د نه کار هېڅ دلیل د منلو نه دي.
 
ولسمشر وايي، اترا باید له هغو کمپنیو سره چې په دې سکتور کې فعالیت لري ګډه ژبه پیدا کړي او پر یوې ستراتېژۍ دې کار وشي.

هغه د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې کمپنۍ باید پر قوانینو پوه شي وايي، افغانستان باید د ډیجیټلي کولو پر لور ولاړ شي او په دې برخه کې دې هڅې لا زیاتې شي.
 
افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې هم وغوښتل، چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133803

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133803/

جمهور
  https://www.jomhornews.com