امرالله صالح: د ترافیکو دوه ویاړ لرونکي افسرانو مو تقدیر کړل

6 قوس 1399 ساعت 10:03

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د شپږ نیمو په امنیتي غونډه کې یې د کابل ښار هغه دوه ترافیک افسران مادي او معنوي تقدیر کړي، چې یو وسله لرونکی حیوان خویه کس یې نیولی دی.


 د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د شپږ نیمو په امنیتي غونډه کې یې د کابل ښار هغه دوه ترافیک افسران مادي او معنوي تقدیر کړي، چې یو وسله لرونکی حیوان خویه کس یې نیولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د لیندۍ ۶ مه په خپله فسبوک پاڼه د شپږنیمي امنیتي غونډې راپور نشر کړی وايي، نن یې د دې ویاړ درلود، چې د ترافیکو دوه ویاړ لرونکي افسران هر یو احمدزی او همت په مادي او معنوي ډالیو نازولي دي.

ښاغلي صالح وايي، دغه دوه زړه ورو او ویاړ لرونکو ترافیکي افسرانو پرون په کابل ښار کې یو وسله وال حیوان خویه انسان چې متین نومېږي نیولي وو.

دی زیاتوي، چې له همدې امله یې دغه دوه ترافیک افسران د نن د شپږ نیمو غونډې ته راوغوښتي و، د هغوی خبرې واورېدې، چې په وینا یې په څېره کې یې له ورایه د هېواد پالنې او خدمت نښې ښکارېدې.

د ولسمشر لومړي مرستیال د دغه دوه افسرانو په اړه ویلي«دغه غیرتي افسرانو، چې مرګ یې په سترګو لیده پرون یو حیوان خویه انسان چې وسله یې درلوده او د تښتې هڅه یې کوله نیولي، که دا پېښه په بل هېواد کې وايي، مجرم به پولیسو څو مرمۍ په دې سر ویشتلی وای.»

دغه راز ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د کابل پولیسو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د انسان تښتوونکو یو باڼډ، څو تنه چپاول ګران او د موټرو غله بالفعل نیولي دي.

دی وايي، له نیول شویو غلو څخه یو تن هغه مهال ونیول شو، چې غوښتل یې یو غلا شوی موټر د کابل ښار د اطراف یوې موټر فروشۍ ته ولېږدوي.

نوموړی زیاتوي، لکه څنګه چې نن د ترافیکو دوه افسران تقدیر شول سبا جمعه به له لمانځه وروسته بیا هم خپل کار د نوم ورکو پولیسو په ستایلو او تقدیر کولو پیل کړي.

ده زیاته کړې، چې دغه ویاړلي پولیس به هم د سبا غونډې ته وبلل شي، لاسونه به ورته وپړکول شي، مادي او معنوي ډالۍ به ورکړل شي.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د پولیسو ټولې حوزې په پوره تحرک، عشق او انګېزې سره د دې لامل شوې، چې د جرایم کچه راټیټه کړي.

د یادونې ده، له کله چې ښاغلي صالح د کابل ښار امنیتي مسوولیت په غاړه اخیستی په کابل ښار کې جنايي جرمونه د پام وړ راښکته شوي، خو د ښاغلي صالح دغه کار د ځینو روزواکانو په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د یو شمېر وکیلانو له سخت غبرګون سره مخ شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133806

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133806/

جمهور
  https://www.jomhornews.com