په کندهار کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي

6 قوس 1399 ساعت 10:08

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په کندهار ولایت کې پر وسله والو طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې ۱۵ غړي یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن پنشنبې د لیندۍ ۶ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هغه مهال پر طالبانو هوايي برید وکړ، چې غوښتل یې په امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د پنجوايي په یار کلا سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل، چې د افغان هوايي ځواک له دفاعي برید سره مخ شول.

ملي دفاع وزارت وايي، په دغه هوايي برید کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

دغه راز وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې د وسله والو طالبانو شپږ پتنځاینونه هم له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133807

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133807/

جمهور
  https://www.jomhornews.com