پاکستان:

جو بایډن دې، د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته دوام ورکړي

6 قوس 1399 ساعت 10:20

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، تمه لري، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.


د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په تازه څرګندونو کې ویلي، تمه لري، چې د امریکا نوی ولسمشر جوبایډن به هم د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلارې ته ادامه ورکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې عمران خان یو ځل بیا ویلي، چې پاکستان د افغان سولې به برخه کې ډېره همکاري کړې او تمه لري، چې په دې برخه کې لا ډېر پرمختګ راشي.

نوموړي ټینګار کړي، چې ولسمشر ټرمپ یو تر ټولو غوره کار دا و، چې په افغانستان کې یې د سولې پروسه پیل کړه او دې لړۍ ته باید ادامه ورکړل شي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړې، چې افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده، نو له همدې امله راتلونکی ولسمشر جو بایډن هم باید تر جګړې پر سوله ټینګار وکړي.

دی وايي، پاکستان د سولې په برخه کې همکاري وکړه چې په همدې همکارۍ سره بین الافغاني خبرې پیل شوې دي، خو په وینا یې افغانستان کې د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه هم د جدي اندېښنې وړ ده.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا له افغانستان سره د اړیکو پر پراختیا او پياوړتیا ټینګار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133809

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133809/

جمهور
  https://www.jomhornews.com