د ولسمشر لومړی مرستیال:

د مالیې وزارت د بې پلېټه موټر به ثبت کې قصدآ سرغړونه کوي

6 قوس 1399 ساعت 11:04

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر مالیې وزارت نیوکه کړې وايي، دغه وزارت د بې پلېټه موټر په ثبت کې په قصدي توګه کارشنکي کوي.


د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر مالیې وزارت نیوکه کړې وايي، دغه وزارت د بې پلېټه موټر په ثبت کې په قصدي توګه کارشنکي کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن پنشنبې د لیندۍ ۶ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د مالیې وزارت د دغه عمدي کار پر وړاندې لوی څارنوالۍ په دې برخه کې مداخله کړې ده.

ښاغلي صالح لیکلي«مالیې وزارت د بې پلېټه موټرو په ثبت کې کار شکني او سرغړونه کوي، د لویې څارنوالۍ څخه مننه کوم، چې په دې کار کې یې مداخله کړې او ځینې چارواکي یې د عدالت منګولو ته کش کړي دي.»

دی وايي یو ځل بیا له ټاکلو بخشونو او په ځانګړي ډول له مالیې وزارت څخه غواړي، چې کارونه ټکني نه کړي او خلکو ته خدمت وکړي، که نه اړ به شي، چې ډېری یې څارنوالۍ ته معرفي کړي.

په ورته وخت کې ښاغلی صالح وايي، پولیسو او ملي امنیت د ښاري انضباط لپاره د مصادره شویو موټرو څخه په ځانګړي پېلټ سره د ګزمو لپاره کار پیل کړی دی.

دی وايي، تر اوسه پورې سلګونه بې اسنادو موټر له قانون ماتونکو څخه نیول شوي او د پولیسو او ملي امنیت په ښاري ګزمو کې ترې کار اخیستل کېږي.

د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا پر ښاریانو غږ کړی، چې که غواړي موټر یې مصادله نه شي، نو له بې پلېټه موټر سره د نه راوځي،ځکه په وینا یې د جرایمو د کچې کموالي یو لامل همدا دی، چې مجرمین نه شي کولی پټ او بې هویته پاتې شي.

ده ویلي«پرون ماښام چې کومه غلا وشوه، که د بې پلېټه موټر په واسطه شوې وای، پولیس یې په موندلو کې ناکام وو.»

د ولسمشر لومړي مرستیال یو ځل بیا جدي خبرداری ورکړی، چې دوی په دې برخه کې جدي او هم خوښ دي، چې د دغه ډول موټرو په مصادرې سره د امنیتي بنسټونو په بودجه کې زیاتوالی راځي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 


د مطلب کود: 133813

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133813/

جمهور
  https://www.jomhornews.com