کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړي دي

8 قوس 1399 ساعت 8:32

پلازمېنه کابل پر یوه موټر د مقناطسي ماین په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.


پلازمېنه کابل پر یوه موټر د مقناطسي ماین په چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په امید ښارګوټي کې شوې ده.

امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو عیني شاهدان وايي، په دغه چاودنه کې درې تنه سطحي ټپیان شوي دي.

چاودنه په یوه فولډر موټر شوې ده.

بل خوا ویل کېږي د کابل ښار په خیرخانه سیمه کې هم په یوه موټر د مقناطسي ماین چاودنه شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳ تنه یې ټپیان کړي دي.

د کابل امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه د دغه چاودنو مسوولیت هم چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې مقناطسي چاودنې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133830

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133830/

جمهور
  https://www.jomhornews.com