اروپايي ټولنه:

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا باید فعاله شي

8 قوس 1399 ساعت 8:48

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د تشکیلاتو په پوره کېدو او فعالېدو ټيڼګار کړی دی.


په افغانستان کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سفیرانو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د تشکیلاتو په پوره کېدو او فعالېدو ټيڼګار کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سفیرانو د تېرې پنشنبې لیندۍ ۶ مه په ګډه اعلامیه کې ویلي«موږ د ملي مصالحې عالي شورا د رامنځته کېدو او فعالیت پیلېدو غوښتنه کو چې دنده یې د سولې مذکراتو کې لارښوونه کول دي.»

یادې ټولنې د دې ترڅنګ د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په تشکیل کې د سیاسي مشرانو د عضویت ترڅنګ، د ښځو، د جګړې قربانیانو، مذهبي اقلیتونو، ځوانانو او مدني ټولنو د استازو پر غړیتوب هم ټینګار کړی دی.

دوی د سولې بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو د ژر تر ژره اوربند ټینګېدو وړاندیز هم کړی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي«موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدو او امنیتي وضعیت په اړه، په ځانګړي ډول د ملکي مرګ ژوبلې د شمېر په اړه ژوره خواشیني ښیو او د هر اړخیز، تلپاتي او ژر تر ژره اوبند ټینګېدو او نړیوالو قوانینو ته د احترام غوښتنه کوو.»

اروپايي ټولنې همدارنګه ویلي لکه څنګه چې د افغانستان په اړه جنیوا کنفرانس کې ژمنه کړې وه یو ځل بیا د افغان سولې بهیر څخه خپل کلک ملاتړ څرګندوي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د برتانیا سفارت هم د ملي مصالحې عالي شورا د ژر تر ژره فعالېدو غوښتنه کړې ده.

یاد سفارت د مصالحې شورا فعالیت پيلېدل په افغانستان کې د سولې ټینګېدو برخه کې مهم بللی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133832

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133832/

جمهور
  https://www.jomhornews.com