د اتمر او قریشي لیدنه، پاکستان د تاوتریخوالي د کمېدو غوښتنه وکړه

8 قوس 1399 ساعت 8:56

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو د کنفرانس څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د اسلامي همکاریو سازمان هېوادونو د کنفرانس څنډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دواړو لورو په دغه لیدنه کې د سیاسي، اقتصادي همکاریو، د ژنیو کنفرانس او کابل ته د عمران خان په وروستي سفر خبرې اترې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت خپره شوې خبرپاڼه وايي، قریشي په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتېدل غندلي او د کمېدو غوښتنه یې کړې ده.

سرچینه وايي، افغان وزیر ښاغلي اتمر د افغان سولې بریالیتوب کې د سیمې هېوادونو او پاکستان د ملاتړ او همکارۍ رول مهم بللی او پر یادو همکاریو ټینګار کړی دی.

دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړه لوري د دې ترڅنګ د افغان سولې بهیر پر بریالیتوب، د افغان کډوالو بیرته ستنېدو او سوداګریزو ستونزو پر هواري هم غږېدلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133834

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133834/

جمهور
  https://www.jomhornews.com