هرات کې د هوايي برید پر مهال ۱۵ طالبان وژل شوي دي

8 قوس 1399 ساعت 9:16

ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.


ملي دفاع وزارت په هرات ولایت کې د افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال د ۱۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن شنبې د لیندۍ ۸ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان هوايي ځواک دغه برید تېره شپه د هرات ولایت د کهسان ولسوالۍ بره کوه په سیمه کې پر طالبانو کړی دی.

سرچینه وايي، طالبانو پلان درلود، چې په یاده سیمه کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي خو افغان ځواکونو په دفاعي فعال حالت کې پرې وار ړومبی کړی او هوايي برید یې پرې کړی دی.

د ملي دفاع وزارت وايي، په دغه جګړه او هوايي برید کې ۱۵ طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینې زیاتې په دغه عملیاتو کې د طالبانو یوه مرکز، یو زندان او دوه پوستې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133837

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133837/

جمهور
  https://www.jomhornews.com