د ملي امنیت شورا:

دا خبرونه دروغ دي، چې ځینې وکیلان له دغه شورا مالي مرستې تر لاسه کوي

8 قوس 1399 ساعت 9:36

د ملي امنیت شورا پر خواله رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګڼې ځینې وکیلان له دغه شورا سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې تر لاسه کوي.


د ملي امنیت شورا پر خواله رسنیو هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګڼې ځینې وکیلان له دغه شورا سره پټې اړیکې لري او مالي مرستې تر لاسه کوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا نن شنبې د لیندۍ ۸ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډول خبرونه یوازې اوازې دي او هېڅ بنسټ نه لري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي امنیت شورا دفتر د افغان دولت د عالي تقنیني ارګان په توګه د ملي شورا ځای او غړیو ته پوره درناوی لري او دا ډول خبرونه په کلکه ردوي.

د ملي امنیت شورا وايي، د دا ډول بې اساسه خبرونو نشرول د هغو مغرضو کړیو کار دی چې د مقننه او اجراییه قوو تر منځ اړیکې ترینګلې کول غواړي او هڅه کوي، حکومت او مقننه قوه په دې حساس وضعیت کې د لازمو پرېکړو په کولو کې له ستونزو سره مخ شي.

ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملي شورا ټولو غړیو ته د احترام تر څنګ هڅه کوي چې د حکومت او پارلمان تر منځ د همغږیو د زیاتوالي او په هېواد کې د ستونزو د هواري لپاره له ټولو غړیو سره کاري اړیکې ولري او تل دغه اړیکې وپالي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 


د مطلب کود: 133840

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133840/

جمهور
  https://www.jomhornews.com