د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، هغه درې تنه باج اخیستونکي نیول شوي، چې د جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني یو ساتونکی یې وژلی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د شپږنیمو امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې پرون د کابل ښار د کارته پروان په سمیه کې درې غوښتل له خلکو باج واخلي.
نوموړي زیاته کړې، باج اخیستوونکي طیب، میلاد او حنیف نومېږي او هغه مهال یې د صلاح الدین رباني یو ساتونکی وژلی، چې هغه د دوی د باج اخیستنې مخنیوی کاوه.
د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د ښاغلي رباني د ساتونکي وژل کېدل په طالبانو او داعشي طالبانو پورې اړه نه لري او درې واړه مجرمین نیول شوي دي.
دغه راز ښاغلي صالح زیاته کړې، چې د خورشید تلوېزیون د یوه کارکوونکي وژل کېدو موضوع هم تروریستي نه بلکې یوه جنايي موضوع ده.
دی وايي، په دې اړه معلومات د کورنیو چارو وزارت د جنايي تحقیقاتو ریاست سره شته خو دا چې د نوموړي کورنۍ غوښتي، چې عزت او ابرو یې توی نه شي، نور جزیات نه شي ورکولی.
همدارنګه ښاغلی صالح وايي، د اوغلی په نوم یو جعل کاره چې له خلکو یې د تریکې د وېزې ورکولو په نوم ۴۰ زره ډالر اخیستی و هم د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د ولسمشر لومړي مرستیال زیاتوي، چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ملي امنیت توانېدلی د طالبانو او داعشي طالبانو ۱۱ غړي هم ونیسي.
نوموړي زیاته کړې، چې په نیول شویو کسانو کې د ادریس په نوم یو کم عمره هلک هم شامل دی، چې طالبانو ځانمرګي برید ته هڅولی وو.
د ده په وینا د دغه هلک پلار هم د دې په خاطر چې له طالبانو سره یې د خپل زوی اړیکې پټې کړې وې، هم نیول شوی دی.
په ورته وخت کې نوموړی وايي، په تېرو ۴۸ ساعتونو کې په کابل کې ۹ پېښې، چې ۷ یې جنايي او دوه ترهګریزې وې رامنځ ته شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل