هغه ډاکتر چې پر یوه ناورغ هلک یې څو ځلې جنستی تېری کړی نیول شوی دی

8 قوس 1399 ساعت 10:12

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیس هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه ناروغ ۱۰ کلن هلک یې څو څو ځلې جنسي تېری کړی دی.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پولیس هغه ډاکتر نیولی چې پر یوه ناروغ ۱۰ کلن هلک یې څو څو ځلې جنسي تېری کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د شپږنیمو تر امنیتي غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، دغه ډاکتر صفت الله نومېږي، چې د عزیز الله زوی دی او د شپاړسمې حوزې اړوند سیمه کې یې د ذلفقار په نوم روغتون کې کار کاوه.

د ښاغلي صالح په وینا دغه درنده خویه او ابلیس صفته ډاکتر پر خپل یوه ناورغ چې ۱۰ کلن هلک دی په وار وار جنیسي تېری کړی، چې پرون د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، د خپل دفتر ریاست ته یې سپارښتنه کړې، چې له عامې روغتیا وزارت نه وغواړي، چې د دغه ډاکتر جواز لغوه کړي او له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته په ټولنه کې د ډاکتر په توګه دنده ونه کړي.

ښاغلي صالح زیاتوي، چې د دغه ډول کسانو اعترافات او عکسونه به ډېر ژر خپاره شي ځکه منفیي تشهیر په ټولنه کې د جرمونو د ښکته کېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې ښاغلی صالح وايي، د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې درې تنه مجرمین د وېش پر سر په خپلو کې سره په جګړه شوي، چې یو تن یې وژل شوی دی.
دی وايي، وژل شوی هغه جرم پېشه دی، چې نوم یې د مجرمینو په نوملړ کې هم خپور شوی دی.

د ولسمشر لومړی مرستیال ټینګار کوي، چې د مجرمینو خپور شوی لېست ډېر موثق دی، چې تر اوسه پورې له ۳۷۰۰ مجرمینو څخه یوازې ۹ سوه نیول شوي دي.

ښاغلي صالح یو ځل بیا له کابل ښاریونو غوښتي، چې د یوه عمل ګرا ښاري په توګه د دغه مجرمینو په موندلو کې له امنیتي بنسټونو سره مرسته وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com