کابل کې دوه غلچکي بریدګر نیول شوي دي

8 قوس 1399 ساعت 12:55

کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو دوه تنه برید کوونکي نیولي دي.


کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د هدفي وژنو دوه تنه برید کوونکي نیولي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د لیندۍ ۸ مه خبرپاڼه کې ویلي، دغه دوه ترهګر د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې نیول شوي دي.

وزرات زیاتوي، چې له نیول شویو کسانو دوه میله تومانچې هم تر لاسه شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسشمر لومړي مرستیال امرالله صالح هم ویلي، پولیسو په کابل ښار کې د طالبانو او داعشي طالبانو ۱۱ غړي نیولي، چې یو په کې ځانمرګی هلک هم وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com