۰

وزیرانو ته د رایې ورکولو د بهیر ځنډ، ولسمشر د ولسي جرګې له پلاوي سره کتلي

شنبی ۸ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۵۵
په داسې حال کې، چې له تېرې سه شنبې راهیسې ولسي جرګې د کابینې پاتې وزیرانو ته د رایې ورکول بهیر ځنډولی ولسمشر غني نن د دغه جرګې له اداري پلاوي سره کتلي دي.
وزیرانو ته د رایې ورکولو د بهیر ځنډ، ولسمشر د ولسي جرګې له پلاوي سره کتلي
په داسې حال کې، چې له تېرې سه شنبې راهیسې ولسي جرګې د کابینې پاتې وزیرانو ته د رایې ورکول بهیر ځنډولی ولسمشر غني نن د دغه جرګې له اداري پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني نن شنبې د لیندۍ ۸ مه د ولسي جرګې د رییس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره وکتل.

خبرپاڼه وايي، په دې کتنه کې، د حکومت او مقننه قوې ترمنځ په همغږۍ خبرې وشوې او له ولسي جرګې څخه مننه وشوه چې د کابینې لسو وزیرانو ته یې د تایید رایه ورکړه.

زیاته زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د همغږۍ زیاتوالي لپاره پر یو شمېر مکانېزمونو هم هوکړه وشوه.

ښاغلي غني ویلي، ولسي جرګه د هیواد د اساسي قانون د یو بشپړونکي بنسټ په توګه، جمهوري نظام ته ځانګړی اهمیت لري او د همدې لپاره له دې قوې سره باید همغږي زیاته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح او ولسي جرګې تر تقابل وروسته جرګې پاتې وزیرانو ته د رایې ورکولو بهیر بند کړی دی.

ولسي جرګې دغه اقدام وروسته له هغې وکړ، چې ښاغلي امرالله صالح د ژینو کنفرانس کې ځینې وکیلان په فساد کې ښکېل وبلله او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل، چې د وکیلانو مصوونیت باید ورڅخه واخستل شي.

د ښاغلي صالح دفتر وايي، دوی د وکیلانو د فساد په اړه کره شواهد او اسناد لري او ډېر ژر به هغه وکیلان چې په فساد، غصب او نور پېښو کې لاس لري له ولس سره شریک کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي