بلومبرګ: د سرتېرو ایستل طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ ده

9 قوس 1399 ساعت 8:04

بلومبرګ نشریې د امریکايي شنونکو له قوله ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو غیر مسوولانه ایستل په اصل کې طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ ده.


بلومبرګ نشریې د امریکايي شنونکو له قوله ویلي، له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو غیر مسوولانه ایستل په اصل کې طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه شنونکو یادې نشریې ته ویلي، طالبان هغه ډله ده، چې د ځان لپاره مشخص پلاونه او مالي سرچینې لري.

د سرچینې په وینا دغه ډله پوره ۲۰ کاله له بهرنیو او افغان ځواکونو سره جګړه کړې او اوس ټرمپ غواړي په بېرړه او غیر مسوولانه توګه له دغه هېواده خپل سرتېري وباسي.

نشریکه لیکي، چې د سرتېرو ایستل به افغانستان کې جګړه نوره هم خونړۍ کړي، ځکه له امریکا سره د طالبانو تر هوکړې وروسته معلومه شوه، چې طالبانو جګړې کمې نه کړې، بلکې یې لا یې زیاتې کړې.

امریکايي شنونکو له افغانستان څخه په بېړه او غیر مسوولانه توګه د سرتېرو ایستل خطرناک کار بللی وايي، دغه کار په اصل کې طالبانو ته د ټرمپ ډالۍ ده، چې په سیمه کې به ناامنۍ او کشمکشونه لا زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ له فرمان وروسته د امریکا دفاع وزارت اعلان کړي، چې تر جنورۍ پورې به افغانستان کې ۲۵۰۰ سرتېري پرېږدي او ۲۰۰۰ به وباسي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133872

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133872/

جمهور
  https://www.jomhornews.com