د اسلامي همکاریو سازمان:

افغانستان کې جګړه ناروا ده، اسلامي هېوادونه د دغه جګړه تحریم کړي

9 قوس 1399 ساعت 8:18

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ټولو اسلامي هېوادونو يې غوښتي، چې دغه جګړه تحریم کړي.


د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او له ټولو اسلامي هېوادونو يې غوښتي، چې دغه جګړه تحریم کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد سازمان پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه نایجیریا کې په خپله وروستۍ غونډه کې له افغان سولې ملاتړ هم اعلان کړی دی.

د غونډې په پرېکړه لیک کې له افغانستان سره په اقتصادي، امنیتي، سیاسي او سیمه ییزو همکاریو ټينګار شوی وايي، افغان سوله د دوي له بشپړ ملاتړه برخمنه ده او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

د اسلامي همکاریو سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې وايي، ښکېلې خواوې دې نور د عامو مسلمانانو له وژلو لاس په سر شي او روانه جګړه دې د خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د اسلامي همکاریو سازمان همدا راز پر نورو غړو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره همکاري وکړي او ددغه هېواد د سولې له بهیر بشپړ ملاتړ ته ادامه ورکړي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې، د اندونیزیا، بنګله دېش، سعودي عربستان دیني عالمانو، د اسلامي هېوادونو ټولنې او ان د فلسطین لوی دیني عالم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133873

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133873/

جمهور
  https://www.jomhornews.com