ولسمشرغني له عبدالله عبدالله سره کتلي

9 قوس 1399 ساعت 8:26

ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر یو لړ موضوعاتو خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي عبدالله لیدنه پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه ارګ کې شوې او عبدالله ولسمشر ته د ترکیې د سفر په اړه معلومات ورکړي دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه ناسته کې دواړو لوریو په دوحه کې په سولې مذاکراتو کې د وروستیو انکشافاتو په اړه د تفصیلې بحث ترڅنګ په نږدې راتلونکي کې دملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې جوړېدو لپاره د چمتووالي په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله پر داسې مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا د غونډې په اړه خبرې کوي، چې د اروپايي ټولنې غړونو هېوادونو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د فعالېدو غوښتنه کړې ده.

کابل کې د امریکا سفارت د افغان سولې لپاره د ملي روغې جوړې عالي شورا فعالیدل خورا مهم او برخلیک ټاکوونکي بللي، چې په وینا یې کولی شي د سولې په برخه کې پرمختګ رامنځ ته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133875

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133875/

جمهور
  https://www.jomhornews.com