ولسمشرغني له ولسمشر محمدوف سره پر یو لړ موضوعاتو غږېدلی

9 قوس 1399 ساعت 8:41

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په پراختیا خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ښاغلي غني او ښاغلي محمدوف تلېفوني خبرې پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه شوې، چې په کې دواړه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د دوستانه او نېکو اړیکو باندې وغږېدل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره دوامداره مرستو او هکاریو ته ژمن دی.
 
دغه راز خبرپاڼه وايي، دواړو ولسشمرانو د ترسره شویو کارونو، ټاپې او ټاپ پروژو او نوري فایبر شبکې د غځولو په اړه هم خبرې وکړې او د دغو پروژو د بشپړولو په خاطر یې پر درې اړخیزه او څلور اړخیزو میکانیزمونو هوکړه وکړه.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدارنګه دواړو مشرانو افغانستان ته پر وارداتي برېښنا د خبرو پر مهال هوکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا شرکت دې د ترکمنستان لوري سره خبرې وکړي، ترڅو افغانستان ته د وارداتي برېښنا مشخصات او جزئیات نهايي کړي.
 
د ترکمنستان ولسمشر ویلي، په اقینې بندر کې جوړ شوی جامع جومات به چې د ۵۰۰ لمونځ کوونکو د ځایولو وړتیا لري، په نږدې راتلونکي کې پرانیستل شي.

ولسمشر غني هم ویلي، چې د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزیر به د یاد جومات د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133877

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133877/

جمهور
  https://www.jomhornews.com