طالبان: د بین الافغاني مذاکراتو په کړنلاره توافق شوی، حکومت: نه دی شوی

9 قوس 1399 ساعت 8:58

دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې د نهايي کېدو او توافق په اړه حکومت او طالبان ضد و نقیضې څرګندونې کړې دي.


دوحه کې د بین‌الافغاني مذاکرو د کړنلارې د نهايي کېدو او توافق په اړه حکومت او طالبان ضد و نقیضې څرګندونې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې طالبان وايي، کړنلاره نهايي شوې او دواړه لوري پرې توافق ته رسېدلي، خو حکومت وايي، اختلافي ټکي لا هم نه دي حل شوي او مقدمه یې کار غواړي.

قطر کې طالب ویاند محمد نعیم وردګ وايي، اصلي مذاکرو کې پر کړنلارو د دواړه مذاکره کوونکو ډلو له ‌خوا موافقه شوې ده، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر اوسه نهايي موافقه نه ده شوې.

نعیم وردګ په خپل ټوېټر لیکلي، چې دغه کړنلار د مقدمې په ګډون په ۲۱ مادو کې د نومبر پر ۱۵مه تصویب او د نومبر پر ۱۷مه له کوربه هېواد قطر سره هم شریکه شوې.

نوموړي زیاته کړې« نوموړی طرزالعمل د کوربه یا مسهل په حضور کې د ۲۰۲۰م کال د نومبر پر ۱۷مه نېټه په پښتو او دري ژبه ولوستل شو، د دواړه مذاکراتي خواوو له تأیید وروسته یوه نسخه ‌یې کوربه یا مسهل ته هم ورکړل شوې ده.»

خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، تر اوسه په کړنلاره نهايي موافقه ځکه نه ده شوې، چې لا هم ځینې اختلافي ټکي نا حل پاتې دي.

دغه وزارت مني، چې د مذاکرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو «په اصولو کې» موافقه شوې، خو د مقدمې متن نور وضاحت ته اړتیا لري.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي« څنګه چی د دغه طرزالعمل د مقدمې متن د پلاویو لا نور وضاحت او بحث ته اړتیا لري ځکه نو د نومبر میاشتې د ۱۷مې نیټې په مشترکې جلسه کې چی کوربه هم پکې حضور درلود، پرېکړه وشوه چې طرز العمل به عمومي جلسې ته وړاندې او یوازې د دواړو هیئتونو له تصویب څخه وروسته به نهايي شمېرل کېږي.»

دغه وزارت وايي، د افغان مذاکره کوونکي پلاوي د مقدمې د عناصرو په اړه خپل رسمي وضاحت له مقابل لوري سره شریک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د سولې په اړه بین الافغاني خبرې څه باندې دوه میاشتې وړاندې پیل شوې خو تر اوسه یې پر کړنلاره توافق نه دی کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 


د مطلب کود: 133879

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133879/

جمهور
  https://www.jomhornews.com