ولسمشر غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره کتلي

9 قوس 1399 ساعت 9:13

ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.


ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه پرون شنبې د لیندۍ ۸ مه ماښام مهال په ارګ کې شوې ده.
 
سرچینه زیاتوي، دواړو لوریو د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو او د یاد کنفرانس په سند کې د افغانستان حکومت د تعهداتو د څرنګوالي په اړه چې د یوه میکانیزم پر اساس وکولای شي هغه د برابرشوي تقویم مطابق عملي کړي، خبرې وشوې.
 
خبرپاڼه زیاتوي، دغه راز دواړو لوریو د سولې پروسې او د ملګرو ملتونو بېلابېلو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه چې په افغانستان کې فعالیت لري، بحث او خبرې وکړې.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133883

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133883/

جمهور
  https://www.jomhornews.com