زابل کې هم موټر بم برید شوی، ۳ تنه وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي

9 قوس 1399 ساعت 12:36

سیمه ییز چارواکي وايي، زابل کې موټر بم برید شوی، چې د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۲۴ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز چارواکي وايي، زابل کې موټر بم برید شوی، چې د ولایتي شورا د رییس په ګډون ۲۴ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې برید نن یکشنبې د لیندۍ ۹ مه سهار ۱۰ بجې د زابل ولایت په مرکز کلات ښار کې شوی دی.

د زابل امنیه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچۍ وايي، موټر بم برید هغه مهال وشو، چې د ولایتي شورا رییس عطاجان حقبیان له خپل کور څخه د دفتر پر لور روان وو.

د نوموړي په وینا ځانمرګي د چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د ولایتي شورا د رییس موټر ته نېږدې چاودنه ورکړې ده.

امنیه قوماندان وايي، په چاودنه کې د ولایتي شورا د رییس یو ساتونکی او دوه ماشومان وژل شوي او د حقبیان ټپي شوی، چې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوی دی.

خو خو د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکتر لعل محمد توخي وايي، ولایتي روغتون ته د نننۍ پېښې څخه ټولټال ۲۱ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، چې په ټپیانو کې د ۴ تنو روغتیايي حالت نازک وو او د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته انتقال شوي دي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

د یادونې ده، چې دوه اونۍ وړاندې هم په کلات ښار کې د ولایتي شورا د رییس دفتر ته نېږدې موټر بم برید وشو، چې په کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په غزني ښار کې هم یو موټر بم برید شوی، چې تر ۳۰ پورې کسان په کې وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 


د مطلب کود: 133895

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133895/

جمهور
  https://www.jomhornews.com