ولسمشر غني له حامد کرزي، استاد سیاف او عبدالله عبدالله سره لیدلي

9 قوس 1399 ساعت 12:50

ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي شخصیت استاد عبدالرب الرسول سیاف او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي.


ولسمشر محمد اشرف غني له پخواني ولسمشر حامد کرزي، جهادي شخصیت استاد عبدالرب الرسول سیاف او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره کتلي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ خبرپاڼه وايي، دغه لیدنه نن یکشنبې د لیندۍ ۹ مه له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي، په دغه لیدنه کې د سولې پروسې او د ملي روغې جوړې عالي شورا جوړښت د څرنګوالي او لومړنۍ غونډې د جوړېدو په اړه ډېر مثبت بحثونه وشول.

ارګ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر غني پرون هم د ملي روغې جوړې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره کتلي او د یادې شورا د لومړۍ غونډې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل کې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو دوه ورځې وړاندې له افغان حکومته وغوښتل، چې د سولې عالي شورا فعاله کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133898

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133898/

جمهور
  https://www.jomhornews.com