ترکیې په افغانستان کې د فوري اروبند غوښتنه کړې

10 قوس 1399 ساعت 8:15

ترکیې په افغانستان کې وروستي موټر بم بریدونه په کلکه غندلي او وروستی تاوتریخوالی یې خورا بوږنونکی بللی دی.


ترکیې په افغانستان کې وروستي موټر بم بریدونه په کلکه غندلي او وروستی تاوتریخوالی یې خورا بوږنونکی بللی دی.

د جمهورخبري آژانس د خبر له مخې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت غزنی کې پروني موټر بم برید ته په اشارې وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې ژر پای ته رسېدو او بېړني اوربند ته اړتیا ده.

په خبرپاڼه کې د غزني برید غندل شوی او هیله یې ښودلې، چې طالبان او افغان حکومت وکړی شي ژر تر ژره دایمي اوربند ته ورسېږي.

په غزني کې پرون د افغان پوځ په یوه مرکز موټر بم برید وشو، چې تر ۴۰ تنو په کې وژل شوي او کابو ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د یادونې ده، چې ترکیې تر دې وړاندې هم د افغان سولې له بهیر سره د بشپړې همکارۍ او ملاتړ ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133917

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133917/

جمهور
  https://www.jomhornews.com