روسیې په افغانستان کې د استرالیا جنګي جنایتونه غندلي دي

10 قوس 1399 ساعت 8:20

روسیې په افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو جنګي جنایتونه په کلکه غندلي او دا یې یو ټکان ورکوونکی عمل بللی دی.


روسیې په افغانستان کې د استرالیايي سرتېرو جنګي جنایتونه په کلکه غندلي او دا یې یو ټکان ورکوونکی عمل بللی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د استرالیا حکومت خپله اقرار کړی، چې سرتېرو یې افغانستان کې ۳۹ ملکي وګړي په قصدي توګه وژلي دي.

سرچینه زیاتوي، د استرالیايي ځواکونو دغه جنګي جنایت ټکان ورکوونکی دی او روسیه یې په کلکه غندي.

روسیه وايي، استرالیا ځان د نړیوال نظم په راوستلو او ساتلو کې مسووله بولي، خو وروستیو راپورونو وښوده چې دوی ناکام دي او په نړۍ کې د بې نظمۍ سبب شوي دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې چین هم دغه پېښې غندلې وې او هغه یې بوږنوونکې بللې دي.

د استرالیا حکومت بیا وایي دوی نه غواړي د خپلو سرتېرو جنګي جنایت پټ کړي او وخت په وخت به د دغه قضیو په اړه بشپړ معلومات له رسنیو سره شریکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ځینې راپورونه وايي، ۹ تنه هغه استرالیايي سرتېرو چې افغانستان کې یې جنګي جنایتونه کړي، ځان وژنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133918

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133918/

جمهور
  https://www.jomhornews.com