فوزیه کوفي:

بین الافغاني خبرې له خنډ سره نه دي مخ شوې، جدي پړاو ته داخلې شوې دي

10 قوس 1399 ساعت 8:59

د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، دوحه کې بین الافغانی خبرې له خنډ سره نه دي مخ شوې، بلکې یوه نوي پړاو ته ننوتې دي.


د افغان دولت د مرکچي پلاوي غړې فوزیه کوفي وايي، دوحه کې بین الافغانی خبرې له خنډ سره نه دي مخ شوې، بلکې یوه نوي پړاو ته ننوتې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مېرمن کوفي وايي، هغه خبرې چې د سپپټمبر له ۱۲ مې روانې دي، نن سبا یوه نوي او جدي پړاو ته داخلې شوې دي.

نوموړې ویلي، هیله لري، چې ډېر ژر د اجنډا او هغو مسایلو په اړه چې د افغانانو د اصلي اندېښنو سبب دي، له طالبانو سره خبرو ته کېنو.

مېرمن کوفي دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې طالبانو هم وړمه ورځ خبر ورکړی، چې دوحه کې دواړه لوري د کړنلارې د مقدمې په ګډون پر ۲۱ مادو موافقه شوې او د دې کړنلارې یوه نسخه کوربه هېواد قطر ته هم سپارل شوې ده.

خو د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت هم تاییدوي، چې په اصولو کې په ۲۱ مادو موافقه شوې، خو د مقدمې متن ستونزې لري، چې نور بحث او وضاحت ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د سولې خبرو د بیا تودېدو سره ولسمشر غني په کور د ننه هم له ځینو سیاسیونو سره سلا مشورې پیل کړې دي.

ښاغلي غني وړمه ورځ د پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي روغې جوړې عالي شورا ریس ډاکتر عبدالله او جهادي مشر استاد عبدالرب الرسول سیاف سره هم لیدلي او د سولې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133923

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133923/

جمهور
  https://www.jomhornews.com