شپږ وزیران او د ملي امنیت رییس تایید او دوه وزیران رد شول

10 قوس 1399 ساعت 14:49

ولسي جرګې د کابینې له وزیرانو شپږو نورو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس ته د تایید او دوه نوماند وزیرانو ته د رد رایه ورکړه.


ولسي جرګې د کابینې له وزیرانو شپږو نورو وزیرانو او د ملي امنیت عمومي رییس ته د تایید او دوه نوماند وزیرانو ته د رد رایه ورکړه.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د نن دوشنبې لیندۍ ۱۰ مې په عمومي غونډه کې نوماند وزیرانو ته د رایو صندقو کېښودل شو، چې، شپږ وزیران او د ملي امنیت رییس بریالي او دوه نوماند وزیران پاتې شول.

محمد هاروان چخانسوري، محمود کرزی، انورالحق احدي، قدرت الله ذکي، نور رحمان اخلاقي، او نجیب الله یمین او د ملي امنیت رییس احمد ضیا سراج د ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه او وزیران شول.

خو د ښځو چارو وزارت ته نوماندې حسینه صافی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر هغه وزیران و، چې د وکیلانو له خوا رد شول.

د نن په رایه اچونه کې د کانونو وزیر هارون چخانسوري ۱۵۴ تایید، د کرنې وزیر انورالحق احدي، ۱۸۹، د ترانسپورت وزیر قدرت الله ذکي ۱۶۵، د کډوالو وزیر نور رحمان اخلاقي ۱۶۵، د ښارجوړونې وزیر محمود کرزي ۱۵۴، د ټولګټو چارو وزیر نجیب الله یمین ۱۴۹ او د ملي امنیت رییس ۲۲۰ د باور رایې تر لاسه او وزیران وټاکل شول.

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته نوماند طاهر زهیر ۷۸ او د ښځو چارو نوماند وزیرې حسینه صافی د ۱۱۹ باور رایو په تر لاسه کولو ونه شوای کولی، چې دغه څوکۍ خپلې کړي.

د یادونې ده، چې ولسي جرګې تر دې وړاندې هم لس نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې وې، خو په جینوا کنفرانس کې پر وکیلانو د ولسمشر غني د لومړي مرستیال امرالله صالح له خوا د فساد تور پورې کولو سره دغه بهیر درېدلی وو، چې نن بېرته پیل شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 


د مطلب کود: 133941

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133941/

جمهور
  https://www.jomhornews.com