د ناټو عمومي منشي:

له افغانستانه مو وتل د سولې په پرمختګ پورې اړه لري

11 قوس 1399 ساعت 7:23

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستان څخه وتل به یې د سولې د خبرو په پرمختګ پورې تړلي وي.


د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار کړي، چې له افغانستان څخه وتل به یې د سولې د خبرو په پرمختګ پورې تړلي وي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي سټولټنبرګ چې پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه د ناټو تړون د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په درشل کې خبرې کولې و ویل، چې په دې اړه یې د امریکا له منتخب ولسمشر جوبایډن سره هم تلېفوني خبرې کړې دي.

نوموړي ویلي، که له افغانستان څخه د وتلو او نه وتلو نیسو نو په دواړو صورتونو کې باید بیه پرېکړو او د دې لپاره بیه شتون ولري.

سټولټنبرګ زیاته کړې« که په افغانستان کې پاتې شو، له زیاتېدونکي تاوتریخوالي او په کړکېچن حالت کې د سخت پوځي حضور له خطر سره مخامخ کېږو، خو که له افغانستانه ووځو د تېرو دوو لسیزو د بریاوو د بربادۍ خطر شته، مهمه دا ده چې پرې نږدو چې افغانستان د نړیوالو تروریستانو په خوندي ځالې بدل شي.»

هغه یو ځل بیا ټينګار کړي، چې له افغانستان څخه وتل یې د سولې په پرمختګ پورې اړه لري او په وینا یې د پرمختګ لپاره غوره لار داده، چې د افغان ځواکونو زده کړې، مرستې او مشورې ته دوام ورکړل شي، تر چې هغوی د خپل هېواد د امنیت ټینګولو جوګه شي.

 د نوموړي په وینا په افغانستان کې د سولې د ټینګېدو لپاره تاریخي فرصت رامنځ ته شوی دی، چې باید ګټه ترې واخستل شي، خو دا وضعیت یې نازک او ماتېدونکی هم وباله.

خو زیاتوي، چې که له دې ډاډ ترلاسه شو چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل کوي، تاوتریخوالی کموي او اوربند مني، د ځواکونو په ایستلو به ډېر وخت ونه لګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر جنورۍ پورې له افغانستان څخه د ۲ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 133952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com