د هرات د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان وژل شوی دی

11 قوس 1399 ساعت 8:52

سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.


سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په برید کې وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده ویلي، د اوبه ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد رفیق الکوزی پرون دوشنبې د لیندۍ ۱۰ مه سهار مهال د طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه نښته کې یو بل پولیس هم ټپي شوی، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې یوه شپه وړاندې بادغیس کې د ملي اردو د درېیمې لوا رییس ارګان عبدالبصیر نورستاني هم د طالبانو د هاوان په یوه برید کې وژل شوی او ۱۱ سرتېري ټپیان شوي وو.

جمهورخبري اژانس:هرات
 


د مطلب کود: 133968

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133968/

جمهور
  https://www.jomhornews.com