د ارزوګان پر دهراود ولسوالۍ د طالبانو برید شنډ شو

11 قوس 1399 ساعت 9:17

ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید شنډ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.


 ملي دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو د اروزګان ولایت پر دهراود ولسوالۍ د وسله والو طالبانو برید شنډ کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې وزارت نن سه شنبې د لیندۍ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون مازیګر د هرادو ولسوالۍ په شاوخوا کې سره غوندي شوي و او پلان یې درلود، چې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړي.

د سرچینې وايي، افغان ځواکونو د دفاعي حالت په چوکاټ کې پر طالبانو وار وړمبی کړی او برید یې پرې کړی دی.

ملي دفاع وزارت وايي، په مخامخ جګړه او هوايي بریدونو کې ۱۹ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې پتڼځایونه او له ۲۰ میله زیاتې وسلې هم له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133971

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133971/

جمهور
  https://www.jomhornews.com