کابل کې د چسپکي ماینونو او ترور څلور تنه عاملین نیول شوي دي

11 قوس 1399 ساعت 9:29

ملي دفاع وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو څلور تنه هغه غړي، چې په ترور او چسپکي ماینونو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو څلور تنه هغه غړي، چې په ترور او چسپکي ماینونو کې یې لاس درلود نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي دفاع وزرات نن سه شنبې د لیندۍ ۱۱ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه څلور تنه طالبان د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د افغان پوځیانو له خوا نیول شوي دي.

خبرپاڼه وايي، نیول شویو کسانو په کابل کې په هدفي وژنو، ترورونو، اختطاف او د چسپکي ماینونو په نښلولو کې لاس درلود.

سرچینه زیاتوي، په دغه کسانو کې یو هم مولوي صداقت چې په خطري مشهور دی چې د کابل ښار په ۵ او ۱۳ مه ناحی کې یې په هدفي وژنو او چسپکي ماینونو کې لاس درلود.

ملي دفاع وزارت ویلي، دوهم کس روح الله مشهور په زورکی چې د مولوي صداقت د ګروپ غړی دی او په چسپکي ماینونو کې یې لاس درلود.

د سرچینې په وینا درېیم کس یې سمیع الله نومېږي، چې په صدیق الله مشر دی او د طالبانو د ۱۰ کسیزه ډلې مشري یې کوله او څلور هم جان آغا چې په لونګي مشهور دی چسپکي ماینونه یې لېږدول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا کسان پر داسې مهال نېول کېږي، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د چسپکي ماین چاودنې زیاتې شوې او ښاریان یې په وېره کې اچولي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133972

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133972/

جمهور
  https://www.jomhornews.com