میدان وردګو کې برمته شوي مسافر خوشي شول

11 قوس 1399 ساعت 10:21

سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې برمته شوي ټول مسافر خوشي شوي دي.


سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې میدان وردګ ولایت کې برمته شوي ټول مسافر خوشي شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې څو ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په جلرېز ولسوالۍ کې ۴۰ تنه برمته شوي و، چې چارواکو ویل طالبانو له ځان سره بېولي.

له دغه مسافرو څخه یو شمېر په همغه لومړیو کې خوشي شول خو ۱۱ تنه یې تر پرون پروې برمته وو.

اوس د دغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي، پاتې ۱۱ کسان هم د قومي مشرانو په منځګړیتوب خوشي شوي دي.

خو د میدان وردګ ولایت د ولایتي شورا یوه غړي احمد جعفري رسنیو ته ویلي، ۴۰ تنه مسافر د طالبانو په بدل کې راخوشي شوي دي.
 
نوموړي زیاته کړې، هغه کسان چې د طالبانو له خوا تښتول شوي وو تېره شپه تبادله شول، پنځه کسان علیپور نیولي و چې یو یې د سید تقي فروتن ورور او یو یې هم اوښی و، څو نور کسان د نرخ ولسوالۍ هم له علیپورسره وو.

د هغه په وینادا مسافرد علیپور له خوا د څلورو طالبانو تر خوشي کولو وروسته آزاد شوي دي.

بلخوا د میدان وردګو د ولایتي شورا یو بل غړی خوانی سلطاني وایي دا مسافر تېره شپه د قومي مشرانو په منځګړیتوب آزاد شوي دي.

ښاغلي سلطاني ولي، د قومي مشرانو او طالبانو ترمنځ یو پریکړه لیک هم لاسلیک شوی چې په هغه کې ویل شوي تردې وروسته به ملکي خلک د دواړو لورو له خوا نه نیول کیږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133975

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133975/

جمهور
  https://www.jomhornews.com