کابل کې یو ځوان د ناڅرګندو کسانو لخوا وژل شوی دی

11 قوس 1399 ساعت 11:02

په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازی عبدالقادر قلات وال وايي، پلازمېنه کابل کې یو ځوان د نا معلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.


په ولسي جرګه کې د زابل ولایت استازی عبدالقادر قلات وال وايي، پلازمېنه کابل کې یو ځوان د نا معلومه کسانو له خوا وژل شوی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي قلات وال زیاته کړې، چې دغه کس حبیب الله نومېږي او د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړي زیاته کړې، حبیب الله په کابل کې د غمیو کارو بار کاوه، چې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوي او ځړول شوی دی.

دی وايي، د حبیب الله جسد نن سه شنبې د لیندي ۱۱ مه سهار مهال د کابل ښار د ۱۳ مې حوزې اړوند سیمه کې تر یوه پله لاندې په ځوړند حالت موندل شوی دی.
  
ښاغلی قلات وال زیاته کړې، چې د وژل شوۍ کس جسد به د عدلي طب تر څېړنو وروسته د زابل ولایت ارغنداب ولسوالۍ ته ولېږدول شي.
 
د زابل د دغه استازی زیاتوي، چې د پېښې په اړه د سیمې پولیس په جریان کې دي، خو امنیه قوماندانۍ تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 133981

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133981/

جمهور
  https://www.jomhornews.com