امرالله صالح و طالبانو ته!

د ۳۵ میلیون نفوس اراده د چسپکي ماینونو په کارولو سره نه شي ماتولی

11 قوس 1399 ساعت 14:03

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست د هغې تروریستي کړی په تړاو چې چسپکي ماینونه ځای پر ځای کوي، لويې لاسته راوړنې لري.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د کابل د ملي امنیت ریاست د هغې تروریستي کړی په تړاو چې چسپکي ماینونه ځای پر ځای کوي، لويې لاسته راوړنې لري.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح د نن سه شنبې لیندۍ ۱۱ مې د شپږنیمو غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه طالبانو ته ویلي، تاسې نه شي کولی، چې په چسپکي ماینونو سره د ۳۵ میلیونه نفوس ارادې ماتې کړی.

ښاغلي صالح ویلي، امنیتي ځواکونوهغه کسان يې نیولي دي چې په دې ورستیو کې د ۲۰ دولتي کارکونکو په ترورولو صریح اعتراف کوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د سولې په نیت د پینځه نیمې زره تروریست طالب زندانیانو ازادولو د جهل او وحشت دې ډلې ته داسې ذهیت ورکړ چې هیڅ جنایت به يې نه مجازات کیږي.

ښاغلی صالح وايي، ولسمشر د دې جنایتکارانو د علني محاکمې حکم ورکړی او څرنګه مو چې وعده کړې ده د دوی اعترافونه به پرته له سانسور څخه د افغانستان له خلکو سره شریک کړو.

دی زیاتوي، د شپږ نیمو په غونډه کې د ملي امنیت ګډونوالو بیا هم هیله وکړه چې ددې شیطاني شبکې د نورو غړو د نیولو پورې ورته وخت ورکړو.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویلي، پر کابل پوهنتون د برید په قضیه کې هم پرمختګ شوی دی او په دې قضیه کې دخیل تروریستان په عین حال کې د اختطاف کونکو یوه شبکه ده چې لا هم  دوه کسان ددې شبکې له فراري غړو سره بند دي.

دی وایي، ټاکل شوې وه چې تیره اونۍ په دې اړه له تاسو سره جزئیات شریک کړو خو موضوع د عملیاتي محرمیت له امله وځنډیده خو په وینا یې خپلې ژمنې مو یادې دي او عمل به پرې وکړو.

د یما سیاوش په قضیه کې هم سرنخ لاسته راغلی دی . مونږ لا هم د رسنیو د ټولنې دا غوښتنه نشو پوره کولی چې غواړي ددې قضيې اړوند ټولې وډیوګانې له هغوی سره شریکې کړو.

ښاغلی صالح په ټینګار سره وايي، ټولې هغه طرحې د عملي کیدو په حال کې دي چې تروریستي شبکو ته د انساني لاس رسي د پیاوړه کولو او پر ټکنالوژۍ د تکيې په برخو کې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 133988

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133988/

جمهور
  https://www.jomhornews.com