پخوانی امریکايي سفیر:

د سولې د خبرو په ځڼډ کې افغان دولت نه طالبان ملامت دي، چې تاوتریخوالی نه کموي

12 قوس 1399 ساعت 8:49

په کابل کې د امریکا یوه پځواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، طالبان په خپلو ژمو عمل نه کوي او افغان حکومت د سولې د خبرو په ځنډ کې ملامت نه دي.


په کابل کې د امریکا یوه پځواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، طالبان په خپلو ژمو عمل نه کوي او افغان حکومت د سولې د خبرو په ځنډ کې ملامت نه دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پخواني دیپلومات په یوه مرکه کې ویلي، طالبان د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پر خپل ژمنو عمل نه کوي.

نوموړي ویلي، همدې ته په کتو افغان حکومت ملامت نه دی او باید په دې کې پړ ونه بلل شي، چې ګواکي د سولې په خبرو کې د ځنډ سبب دی.

په ورته وخت کې نوموړي د امریکا د حکومت پر دغه پرېکړه چې سرتېري له افغانستان څخه باسي نیوکه کړې او دا یې د ټرمپ د حکومت یوه ستره تېروتنه بللې ده.

نیومن ویلي«له افغانستان په بېړه د سرتېرو ایستل به د ټرمپ د حکومت ستره تېروتنه وي، ځکه تر دې دمه په افغانستان کې جګړې روانې دي خو که سرتېري وځي نو بیا امریکا د افغان حکومت د پراخ ملاتړ مسووله ده.»

دغه پخواني امریکايي دیپلومات ویلي، باید کوښښ وشي چې په افغانستان کې د ترهګرو د پیاوړي کېدو مخه ونیول شي او په دې مسئله کې باید امریکا له خپلو متحدینو سره په ګډه پرېکړې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې ویل کېږي له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو ایستلو د ناټو غړو هېوادونه هم اندېښمن کړي او ویلي یې دي هیله لري، چې امریکا په یوه معقوله پرېکړه وکړي.

خو له دې سره سره د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته ویلي، ناټو د امریکايي ځواکونو وتلو سره جوخت په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 133998

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/133998/

جمهور
  https://www.jomhornews.com