د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په بین الافغاني خبرو کې د وروستي پرمختګ څخه هرکلی کړی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د پلاویو تر منځ د مقدمې په ګډون د مذاکراتو پر کړنلارې تر توافق وروسته ښاغلي سټولټنبرګ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي«زه په دوحه کې د شوې پرمختګ، چې موږ په افغانستان کې سولې ته یو ګام نژدې کوي، هرکلی کوم. اوس مهمه دا ده چې نور چټک پرمختګ ووینو او هراړخیز اوربند وشي.»
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ زیاته کړې، افغانان د دې حق لري چې سوله ولري او ناټو د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي.
د یادونې ده، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه دوحه کې ناسته شوې او دواړو لورو د مقدمې په ګډون د مذاکراتو پر اصولو توافق کړی دی.
تر دغه توافق وروسته دواړو لورو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، ګډې کاري کمېټې ته یې دنده سپارلې، چې د مذاکراتو د اجنډا موضوعات ترتیب کړي، تر څو رسمي خبرې پیل شي.
باید و ویل شي، چې تر دغه توافق وروسته، کابل کې د اروپايي ټولنې سفیرانو، امریکا او برېتانیا هم په بېړني اوربند ټینګار کړی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل