افغانستان سره د کرونا مبارزې لپاره ۱۰۰ میلیون ډالره مرسته اعلان شوه

13 قوس 1399 ساعت 9:54

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د اسیا پراختیايي بانک د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه ۱۰۰ میلیونه ډالره مرسته اعلان کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه پیسې به له کرونا ویروس سره د مبارزې او د هغه منفي اغېزو، د ټولنیز خوندیتوب ښه والي، د افغانستان د روغتیایي سیستم پیاوړي کولو، کار موندنې، ښې حکومتولۍ، له فساد سره د مبارزې، لوی اقتصادي ثبات او یو شمېر نورو مهمو برخو کې ولګول شي.

دا په داسې حال کې د چې تېره ورځ نړیوال بانک له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو مرستې د ورکړې بهیر ودراوه.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس ولسمشرغني ته په یو لېږلي لیک کې ویلي، د افغانستان بانک ورته د پیسو د د لګولو په اړه معلومات نه دي ورکړي، نو ځکه یې دغه مرسته ځنډولې.

په یاد لیک کې له ولسمشره غوښتنه شوې، چې په دې اړه خپله مداخله وکړي او دوی ته دې د ځینو نا ځوابه پوښتنو په اړه معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134043

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134043/

جمهور
  https://www.jomhornews.com