د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو تلېفوني خبرې کړې دي

13 قوس 1399 ساعت 10:25


ارګ وايي، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ازبکستان له ولسمشر شوکت میرضیایوف سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ په خپره پانه کې ویلي، شوي دغه تلېفوني مکالمه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۱۲ مه شوې ده.
سرچینه زیاتوي، دواړو ولسمشرانو د افغانستان او ازبکستان تر منځ په بېلا بېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا، په ځانګړي ډول له ازبکستان څخه افغانستان ته د برېښنا د وارداتو پر زیاتوالي بحث او خبرې کړې دي.
د ارګ په خبرپانه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
د یادونې ده، ازبکستان د افغانستان په شمال کې یو له ښو اړیکو لرونکو او افغانستان ته د برېښنا له صادرونکوهېوادونو څخه دی.
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134047

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134047/

جمهور
  https://www.jomhornews.com