خلیلزاد بیا قطر ته روان دی وايي، د اوربند لپاره هڅه کوم

15 قوس 1399 ساعت 8:30

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې د وروستي پرمتخګ سره یو ځل بیا سیمې ته سفر پیل کړی دی.


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سولې خبرو کې د وروستي پرمتخګ سره یو ځل بیا سیمې ته سفر پیل کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې خلیلزاد ترکیې ته ځي او له هغې وروسته به قطر ته پر داسې مهال سفر وکړي، چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیلېدونکې دي.

نوموړي د سفر موخه د افغان سولې بهیر څخه د سیمې د ملاتړ جلبولو لپاره ښودلي وايي، د یوې سیاسي نقشې،تلپاتې او هر اخیز اوربند لپاره د چټګ پرمختګ رامنځته کولو برخه کې به مرسته وکړي.

خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي« وګورو له اړخونو سره، د اصولو او کړنلارو په سر د هغو د وروستي پرمختګ پر بنسټ، څنګه کولې شو چې مرسته وکړو تر څو د یوې سیاسې نقشې او تلپاتي او هراړخیز اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.»

د امریکا ځانګړی استازی پر داسې مهال دوحې ته سفر کوي، چې ټاکل شوې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه هلته د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ رسمي خبرې پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com