ولسمشرغني:

د سولې خبرې دوهم پړاو ته ننوتې، په دقت به مخ ته ځو

15 قوس 1399 ساعت 9:54

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې مذاکرات دوهم او مهم پړاو ته ننوتي او افغان حکومت به په دې برخه کې په دقت مخ ته ځي.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې مذاکرات دوهم او مهم پړاو ته ننوتي او افغان حکومت به په دې برخه کې په دقت مخ ته ځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه د سولې د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړۍ ناسته وشوه، چې په کې د ولسمشرغني، د هغه مرستیالانو، پخواني ولسمشر کرزي، د یادې شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله او مرستیالانو، استاد سیاف، د مشرانو او ولسي جرګې رییسانو، یونس قانوني، محمد محقق، محمد کریم خلیلي، عطا محمد نور، اسماعیل خان او یو شمېر نورو سیاسي څېرو او د ګوندونو مشرانو په کې ګډون کړی و.

غونده د ولسمشر غني په وینا پرانستل شوه او هغه په خپلو خبرو کې و ویل، چې د سولې خبرې دوهم او مهم پړاو ته د ننه شوې دي.

ښاغلي غني سوله د افغان ولس او حکومت لومړیتوب وباله ویې ویل، چې حکومت یوې تل پاتې سولې ته ژمن دی او په دې برخه کې به له هر ممکنه فرصت او هڅې درېغه ونه کړي.

نوموړي په دوحه کې د افغان حکومت د پلاوي ستاینه وکړه او ویې ویل، چې د سولې خبرې اوس یوه حساس او دوهم پړاو ته ننوتې، چې په هر ګام کې یې مشورې ته اړتیا ده.

ده و ویل«اوس د سولې خبرې دوهم پړاو ته ننوتې، زموږ مرکچي پلاوي ښه پرمختګ کړي، اوس د تل پاتې او باثباته سولې لپاره لا زیاتو مشورو ته اړتیا او په دقت باید مخ ته ولاړ شو، کار له همدې ځایه پیلېږي، خو باید په ډېر دقت سره مخ ته ولاړ شو او شرایط باید تغیر وکړي.

ولسمشر د خپلو خبرو په پای کې د ملې روغې جوړې عالي شورا د لومړي ناستې پیل وستایه او ویې ویل، چې نور به هره اوونۍ د سولې په اړه سلا مشورې کېږي، تر څو دا هېواد نور له جګړو پاک شي.

په کابل کې د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړی ناسته پر داسې مهال کېږي، چې ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي هم غونډه وکړي او رسمي خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134081

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134081/

جمهور
  https://www.jomhornews.com