د ملي روغې جوړې عالي شورا لومړۍ ناسته، عبدالله، اوربند مو اصلي غوښتنه ده

15 قوس 1399 ساعت 11:12

د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سوله له ټولو لوریو قرباني غواړي او د افغان ولس او حکومت لومړی غوښتنه اوربند دی.


د ملي روغې جوړې عالي شورا ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، سوله له ټولو لوریو قرباني غواړي او د افغان ولس او حکومت لومړی غوښتنه اوربند دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله چې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه یې د یادې شورا په لومړۍ ناسته کې وینا کوله و و ویل، چې په هېواد کې د جګړو دوام د هېچا په ګټه نه دی او نور باید دغه دښمنۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

نوموړي زیاته کړه، چې د سولې خبرې دوهم او مهم پړاو ته رسېدلي او په دې برخه کې د سیمه ییزې، نړیوالې او داخلي اجماع لپاره تر بل هر وخت اړتیا ده.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې یوې باعزته او تل پاتې سولې ته د رسېدو لپاره لومړی هر اړخیز اوربند ته اړتیا ده، چې دا د ولس، حکومت او نړیوالو غوښتنه هم ده.

عبدالله وايي، په داسې حال کې، چې د سولې خبرې دوهم او مهم پړاو ته ننوتې د همدې خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ روان تاوتریخوالی دي، چې ولس یې هم ناهیلی کړی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس ټینګار وکړ، چې د جمهوریت لوری بېړني او هر اړخیز اوربند ته چمتو دی او له مقابل لوري هم غواړي، چې اوربند ته خپله کلکه ژمنتیا وښي.

ډاکټر عبدالله زیاته کړه، چې افغان دولت او خلکو د سولې په برخه کې خپل ښه نیت څرګند کړی اوهیله ده چې طالبان هم سولې ته د ښه نیت ښکاره کولو لپاره تاوتریخوالی کم کړي.

نوموړي و ویل«هغه سوله چې موږ یې غواړو باید ټولو ته د منلو وي او زموږ د یوالي سبب شي، د افغانانو ګټې د سولې په خبرو اترو کې زموږ سره کرښه ده، سوله له ټولو قرباني غواړي، موږ ټول باید د تل پاتې او باعزته لپاره هڅې وکړ، ان هغه کسان چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې دي.»

د ملي روغې جوړې د عالي شورا په اړه:

عبدالله عبدالله د سولې پروسې څخه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د اړتیا او ملاتړ تر څنګ په کور د ننه د سیاسیونو او مشرانو یووالي او همغږي هم د سولې لپاره اړینه وبلله.

نوموړي زیاته کړه، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا به د سلا مشورو په برخه کې د هېواد د ټولو پرګنو او ګوندونو استازو ته ګډون ورکړي او له دې وروسته به یې د رهبرۍ کمېټې منظمې غونډې تر سره کېږي.
 
هغه د غوندې ګډونو ته په خطاب کې و ویل«افغانستان له هر وخت زیات سیاسي اجماع ته ضرورت لري، د سولې لپاره ستاسو د ټولو ښاغلو ګډون حیاتي او مهم دی.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا د سولې په اړه لاس ته راغلی فرصت خورا مهم او حساس وباله او ټینګار یې وکړ، چې هېڅ لوری هم باید دغه فرصت له لاسه ورنه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134089

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134089/

جمهور
  https://www.jomhornews.com