ولسمشرغني طالبانو ته!

موږ مو د واقعیت په توګه منو، تاسو هم د ولس واقعتونه ومني، اوربند وکړۍ

15 قوس 1399 ساعت 12:53

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو یو ځل بیا د اوربند غږ وکړ ویې ویل، چې جګړه د حل لار نه ده او طالبان باید د افغانستان د خلکو واقعیتونه ومني.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو یو ځل بیا د اوربند غږ وکړ ویې ویل، چې جګړه د حل لار نه ده او طالبان باید د افغانستان د خلکو واقعیتونه ومني.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني، چې نن شنبې د لیندۍ ۱۵ مه د ملي روغې جوړې د عالي شورا د لومړۍ ناستې په وینا کې یو ځل بیا وینا کوله ټينګار وکړ، چې افغان حکومت له طالبانو سره جدي مذاکراتو ته ژمن دی.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې جګړه ګټونکی نه لري نو ښه به دا وي، چې طالبان هم سیاسي درایت او د تل پاتې او واقعي سولې لپاره جدي اراده وښي.

ولسمشر ټینګار وکړ، چې افغان حکومت د سولې راتګ لپاره سختې پرېکړې کړې دي او د اړتیا په وخت کې له نورو ورته پرېکړو هم مخه نه ګرځوي.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانانو طالبان د ټولنې د یو واقعیت په توګه منلي دي او په کار ده چې دوی هم د افغانستان واقعیتونه درک کړي او سولې ته جدي سیاسي اراده وښي.

ښاغلي غني و ویل«جګړه ګټونکی نه لري، نه موږ تسلیمېږو او نه تاسو تسلیمېږي هغه وخت نور تېری شوي، چې د یوه واقعیت په توګه نه منل کېدی، موږ مو د ټولنې د یوه واقعیت په توګه منو، خو تاسو هم باید د افغانستان د خلکو واقعیتونه او غوښتنې درک کړی، درناوی ورته وکړۍ، سولې ته جدي اراده وښيي، موږ له تاسو سره سوله غواړو، راشی دا جګړه پای ته ورسو، زموږ ژمنه ده، چې جدي مذاکرات در سره کوو، اوربند وکړی، په اوربند کې تاسو ضرر نه کوۍ، دا د ولس غوښتنه هم ده، راشی ولس ته مینه ورکړی، خو که موتر بم راشي بیا د ولس په اراده تاثیر کوي، ولس ته مینه ورکړی، چې مینه در سره وکړي، ښه فکر پرې وکړۍ وینه تویول ودروی، زړونه نه پاکوي.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې سوله له طالبانو نه هم جرئت او سیاسي ارده غواړي او باید د حکومت او ولس په شان ورته اراده ولري او و وایي، چې د څه په اړه تصمیم نیسي.

نوموړي زیاته کړه، چې طالبان باید خپله اجندا کې د راتلونکې په اړه خبرې وکړي او داسې یوه لار غوره کړي، چې د ولس او سولې ملي روغې جوړې غوښتنه ده.

ولسمشر یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې توپ یې په میدان کې دی او اوس دا په دوی پورې اړه لري، چې د خبرو په دوهم پړاو کې په واقعي توګه اساسي مسایلو ته ولاړ شي او له لاس ته راغلي فرصت څخه ګټه واخلي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ، چې جګړه ګټونکی نه لري او د سولې ګټونکی د افغانستان ولس دی، نو ځکه یې په وینا باید د سولې خبرې چټکې خو پر اصولو مخ ته ولاړې شي، ځکه ولس له جګړې او تشریفاتي مسایلو ستړی شوی دی.

له ایران او پاکستان سره باید واضح خبرې وکړ:

ښاغلي غني د خپلو خبرو په یوه برخه کې د سولې لپاره د ملي اجماع سربېره سیمه ییزه اجماع تر ټولو اړینه وبلله او ویې ویل، چې په دې برخه کې باید د ګاونډي او د سیمې هېوادونه له صداقت څخه کار واخلي او د باعزته سولې کلک ملاتړ او همکاري وکړي.

ولسمشر و ویل، چې افغانستان نه دوامداره دښمن لري او نه دوامداره دوست خو دوامداره ګټې ورته ډېرې مهمې دي، پکار ده چې په دې برخه کې سیمه ییزه اجماع رامنځ او دغه اجماع رښتینې همکاري وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د اصلي سولې د تطبیق لپاره سیمه ییزه اجماع اړینه ده او له سیمې باید تضمین وشي ځکه تجربو ښودلې، چې که اجماع شتون ولري ښه والی راځي او که نه وي خرابي رامنځ ته کوي.

ده و ویل« او د دې لپاره چې د نورو جنجالونو پر افغانانو ونه تپل شي په کار ده چې له پاکستان او ایران سره په واضح توګه خبرې اترې وشي.»

افغان ولسمشر غني د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره سیمه ییزه او نړیواله اجماع ارینه او ګټوره ده، ځکه په وینا یې د جګړې دوام د ټولو ګټې له خطر سره مخ کوي او د سولې رامنځ ته شوی فرصت له ګواښ سره مخ کوي.

د یادونې ده، چې د ملي روغې جوړې عالي شورا تر یوه کال ځنډ وروسته نن خپله لومړنۍ ناسته وکړه، چې په کې ښاغلي غني، د هغه مرستیالانو، د یادې شورا رییس ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر کرزي، جهادي رهبر استاد سیاف، د کابینې غړو او یو شمېر سیاسي څرو او د ګوندونو استازو ګډون کړی وو.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 134095

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134095/

جمهور
  https://www.jomhornews.com