د ملي امنیت شورا سلاکار:

راتلونکي سیاسي نظام کې به ټولې خواوې ګډون ولري

16 قوس 1399 ساعت 9:05

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، دوی داسې سیاسي نظام رامنځ ته کوي، چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب وايي، دوی داسې سیاسي نظام رامنځ ته کوي، چې د طالبانو په ګډون ټولې خواوې په کې شاملې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې محب دغه څرګندونې پرون شنبې د لیندۍ ۱۵ مه ماښام د منځني ختیځ د ستونزو حل په نوم کنفرانس کې چې بحرین کې جوړ شوی و کړې دي.

نوموړي ویلي، له نوي نظام سره به داسې افغانستان رامنځ ته شي، چې له ځان او ګاونډیو سره سوله کې وي.

ښاغلي محب زیاته کړې، افغان حکومت له طالبانو سره خبرې کوي چې سیاسي حل لاره پیدا او طالبان په حکومت کې شامل کړي.

ده ویلي«موږ ممکن په دې وتوانېږو یو داسې نظام رامنځته کړو چې ټول افغانان په کې ځان و ویني او د هغه نظام په چوکاټ کې یې د فکرونو استازیتوب وشي چې موږ یې جوړوو.»

محب دا څرګندونې په داسې مهال کوي، چې تازه د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ دوحه کې د سولې خبرې پیل شوې او طالبان د یوه سوچه اسلامي نظام په رامنځ ته کولو ټينګار کوي.

طالبانو په تازه څرګندونو کې بیا ویلي، په روانو مذاکراتو کې د نظام د څرنګوالي په اړه خبرې له وخته مخکې دي، خو ټینګار کوي، چې راتلونکی نظام باید په اسلامي او ملي اساساتو ولاړ وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134121

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134121/

جمهور
  https://www.jomhornews.com