د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته رسېدلی او هلته یې د طالبانو د سیاسي مرستیال ملا برادر او د مرکچي پلاوي له مشر مولوي عبدالحکیم سره لیدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ تایید کړې، چې ښاغلي برادر او ښاغلي مولوي عبدالحکیم له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو، دوحې د هوکړې او بین الافغاني مذاکراتو پر اجنډا هم خبرې شوې دي.
طالبان داسې مهال د پاتې بندیانو د خوشي کولو غوښتنه کوي چې افغان حکومت تر هر څه وړاندې د اوربند غوښتونکی دی او تر هغه وروسته د نورو مسایلو پر سر بحث ته تیاری ښيي.
جمهورخبري آژانس:کابل