امریکا د ملي روغې جوړې عالي شورا له لومړۍ ناستې هرکلی کړی دی

16 قوس 1399 ساعت 12:06

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د لومړنۍ ناستې تر سره کېدو هرکلی کړی دی.


 د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا د لومړنۍ ناستې تر سره کېدو هرکلی کړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پمپیو په یوه ټوېټ کې ویلي، د دغه غونډې تر سره کېدل د افغانستان د سولې بهیر په لور یو بل مثبت ګام دی.

په ورته وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې ټول اړخونه باید سولې ته د رسېدو برخه کې سره یو موټی شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د ملي روغې جوړې عالي شورا د یو معتبر بنسټ په توګه له طالبانو سره مذاکراتو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم ته د سیاسي لار نقشې، واک شریکولو، اوربند ټینګولو او د جګړې پای ته رسولو په برخه کې سلا مشورې ورکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا کابو کال وروسته په دې وتوانېده، چې خپله لومړنۍ غونډه تر سره کړي.

دغه غونډه پرون شنبې د لیندۍ ۱۵ مه د ولسمشر غني په وینا پرانستل شوه او هغه له طالبانو وغوښتل، چې د ټولنې واقعیتونه ومني او له جګړې لاس واخلي.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې دوی طالبان د یوه واقعیت په توګه مني خو اړینه ده، چې طالبان هم د ټولنې واقعیتونو ته سر کېږدي او بېړنۍ اوربند وکړي.

ولسمشر دا هم و ویل، چې د سولې خبرې دوهم او مهم پړاو ته ننوتې، چې په سلا مشورو او پوره دقت به مخ ته وړل کېږي.

هغه ټینګار وکړ، چې حکومت له طالبانو سره جدي خبرو ته سیاسي اراده لري او طالبان هم باید خپله جدي اراده وښي او له اوربند نه ونه ډار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 134135

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134135/

جمهور
  https://www.jomhornews.com