ننګرهار کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي

16 قوس 1399 ساعت 12:12

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت د عملیاتو په ترڅ کې درې داعشیان وژل شوي او دوه نیول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ملي امنیت ځواکونو دغه عملیات تېره شپه د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، داعشیانو مقاومت کړي، چې درې تنه ترې وژل شوي او دوه ژوندي نیول شوي دي.

د خوږیاڼي په وینا په عملیاتو کې د داعشیانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي، چې په سیمه کې یې له منځه وړي دی.

دی وايي، په عملیاتو کې ملي امنیت ځواکونو او ولسي وګړو ته هېڅ ډول زیان نه دی اوښتی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 


د مطلب کود: 134136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com