د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

17 قوس 1399 ساعت 10:04

د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وايي، دغه لویه لار د سختو وارو او بادونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.


د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست وايي، دغه لویه لار د سختو وارو او بادونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د یاد ریاست مسوولین وايي، د تېرې شپې ۱۱ بجو راهیسې سختې واورې پیل شوې، چې ورسره سم لار د باروړونکو موټر پر مخ وتړل شوه.

یادې ادارې په خبرپاڼه کې ویلي، کېدای شي واوره ورېدنه دوه شپې او ورځې دوام وکړي، نو ځکه موټر چلوونکو ته سپارښتنه کوي، چې چینونه او ځنځیرونه وتړي.

د یادونې ده، چې تر اوسه په شمالي سالنګ کې ۱۶ ساتني متره او په جنوبي سالنګ کې ۱۵ سانتې متره واوره ورېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل



 


د مطلب کود: 134157

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134157/

جمهور
  https://www.jomhornews.com