۰
امرالله صالح:

په یوه اوونۍ کې به د څارنوالو او قاضیانو د امنیت طرحه جوړه شي

دوشنبه ۱۷ قوس ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۴۶
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، حکومت به په یوه اونۍ کې د څارنوالانو او قضایانو د خوندیتوب او امنیت لپاره طرحه جوړه کړي.
په یوه اوونۍ کې به د څارنوالو او قاضیانو د امنیت طرحه جوړه شي
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وايي، حکومت به په یوه اونۍ کې د څارنوالانو او قضایانو د خوندیتوب او امنیت لپاره طرحه جوړه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه ګام په کابل ښار کې د یوه څارنوال تر وژل کېدو او د ولسمشرۍ مقام له هدایت سره سم اخستل کېږي.

نوموړي زیاته کړې، وروسته له هغې، چې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د پامیر په نوم یو څارنوال و وژل شو نو د ولسمشرۍ مقام په هدایت نن د څارنوالو د امنیت په اړه خبرې اترې وشوې.

د هغه په وینا همدې ته په کتو به تر یوې اوونۍ پورې مخامخ له څارنوالانو، ملي امنیت او پولیسو سره به د امنیت په اړه سلا مشورې وشي او د څارنوالانو د امنیت لپاره به یوه امنیتي طرحه جوړه شي.

ښاغلی صالح وايي، تر دې دمه پولیس توانېدلي، چې د څارنوال پامیر د وژنې په تړاو درې تنه ونیسي، چې یو په کې د عیني شاهدانو به وینا همغه کس ښکاري، چې په څارنوال پامیر یې دزې کړې وې.

د ولسمشر لومړی مرستیال وايي، پولیس د دغه کس له کور څخه سلا او د وژنې نور وسایل هم تر لاسه کړي دي.

د یادونې ده، چې د پامیر په نوم څارنوال پرون سهار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د ده عربان په سیمه کې د نامعلومه کسانو له خوا په ډزو و وژل شو.

تر دې وړاندې د جمعې په ورځ هم یو قاضي په کابل ښار کې د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی وو.

بل خوا ښاغلی صالح وايي، ملي امنیت ځواکونو د حقاني شبکې یو غړی، چې خوست یې کې د دولتي کارکوونکو په ترور کې لاس درلود او کابل ته د هدف تر لاسه کولو لپاره راغلی و، ونیوه.

دی وايي، دغه کس نصرالدین نومېږي چې د خلکو له خوا پېژندل شوی او د خلکو د معلوماتو پر اساس نیول شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي